په هیواد کې د انفلاسیون عمومي کچه په چټکۍ سره مخ په ډیریدو ده

0
64

باغی ټي وي رپورټ
په هیواد کې د انفلاسیون عمومي کچه په چټکۍ سره مخ په ډیریدو ده.

د احصایې اداره ادعا کوي، چې په ټول هېواد کې د انفلاسیون کچه له ۴۲ سلنې څخه زیاته ثبت شوې ده.

د احصایې د ادارې د معلوماتو له مخې، په روانه اوونۍ کې د هګۍ، لرګيو، پیازو، هوږه او دال په ګډون ۱۸ د اړتیا وړ توکي ګران شوي دي.

بل خوا د احصایې ادارې هم ویلي، چې په روانه اونۍ کې د انفلاسیون کچه ۰،۵۱ سلنه راټیټه شوې ده.

د احصايې ادارې د معلوماتو له مخې، نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د ٩ توکو بيې راټيټې شوې او د ٢٤ توکو بيې په خپل حال پاتې دي.

Leave a reply