د پاکستان د اليکشن کميشن د پي ټي آئي د انټرا پارټي انتخاباتو په اړه د فيصلې نه پس بيرسټر ګوهر نور د تحريک انصاف مشر پاتې نه شو

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د اليکشن کميشن د پي ټي آئي د انټرا پارټي انتخاباتو په اړه د فيصلې نه پس بيرسټر ګوهر نور د تحريک انصاف مشر پاتې نه شو.
د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) څخه د بیټ انتخابي نشان بیرته اخستل شوی، د چیف الیکشن کمشنر په مشرۍ پنځه کسیزه کمېشن دا پرېکړه اعلان کړې ده.
د اليکشن کميشن په فيصله کښې وئيلي شوي دي چې پي ټي آئي د بيټ سمبول اهل نه دے، پي ټي آئي زمونږ په هداياتو عمل کولو کښې ناکامه شوې۔
د ټاکنو کمېشن په پرېکړه کې ويل شوي چې پي ټي ايي ګوند د اساسي قانون له مخې د ټاکنو په ترسره کولو کې پاتې راغلی.
د اليکشن کميشن تفصيلي فيصلې کښې وئيلي شوي چې د پي ټي آئي انټرا پارټيز د درخواست کوونکو لخوا چيلنج کړې شوي وو، د اليکشن کميشن سياسي فنانس څانګي هم په انټرا پارټيز انتخاباتو اعتراضونه پورته کړي وو۔






