پاکستان تحریک انصاف د بېټ نښان لرې کولو په اړه د الیکشن کمیشن فیصله رد کړه

باغی ټي وي رپورټ
پاکستان تحریک انصاف د بېټ نښان لرې کولو په اړه د الیکشن کمیشن فیصله رد کړه.
د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) د ګوند د اساسي قانون له مخې د انټرا پارټيز انتخابات نه کولو په خاطر خپل بیټ سمبول بیرته اخیستی دی.
د چيف اليکشن کميشنر په مشرۍ کښې پينځه کسيزه کميشن د پي ټي آئي انټرا پارټي اليکشن فيصله اعلان کړې ده۔
د اليکشن کميشن په فيصله کښي وئيلي شوي دي چي پي ټي آئي خپل انتخابات د پارټي آئين مطابق نه دي کړي د کوم نه پس پي ټي آئي د بيټ نشان د پاره اهل نه دي۔
د اليکشن کميشن د فيصلې نه پس بيرسټر ګوهر علي نور د پي ټي آئي چيئرمين نه پاتې کيږي۔
خو د پاکستان تحریک انصاف ګوند د انتخاباتو د کمیسیون دا پریکړه رد کړه.
د تحريک انصاف وياند وايي، د ټاکنو کمېسيون پرېکړه نيمګړې، غير قانوني او تعصبي ده، دا پرېکړه د ټاکنو پر روڼتيا جدي بريد دی.د پي ټي آئي وياند ترمخه اليکشن کميشن د لندن پلان په اخري برخه عمل درآمد لپاره ګامونه پورته کړي دي، د اليکشن کميشن فيصله به په سپريم کورټ کښي چيلنج کوي، پي ټي آئي به د بيټ په نشان سره انتخابات وګټي






