د ایم کیو ایم مشرانو فاروق ستار او ارشد ویرا د عامو انتخاباتو لپاره د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړي دي

0
161

باغی ټي وي رپورټ
کراچۍ: د ایم کیو ایم مشرانو فاروق ستار او ارشد ویرا د عامو انتخاباتو لپاره د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړي دي.

د ایم کیو ایم سینئیر ډپټي کنوینر فاروق ستار په عامو انتخاباتو کې د ګډون لپاره د کراچۍ نه د قومي اسمبلۍ حلقه این اے ۲۴۰ نه د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړي دي.

په دي موقع ميډيا سره خبرو کښي فاروق ستار اوويل چي ايم کيو ايم پاکستان د شفافو انتخاباتو لپاره تر ټولو زياته غوښتنه کړي وه او د دوه ورځو مهلت ئي وغزولې شو۔

هغه وويل په غربي ضلع کې به د ليول پلېنګ فيلډ په اړه خبرې اترې کوي، د بېلا بېلو ګوندونو سره ملاقاتونه کوي، نو له دې څخه دې نور مطلب ونه اخيستل شي.

بل اړخ ته د ایم کیو ایم مشر ارشد وهرا هم د این اے 240 نه د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړی دی.

هغه وويل ايم کيو ايم ټول سندهـ څخه په انتخاباتو کې برخه اخلي، مونږ به دپيپلز ګوند له ١٥ کلنې واکمنۍ څخه خلک ازاد کړو.

Leave a reply