سپريم کورټ د سایفر کيس کښې د پاکستان تحريک انصاف عمران خان او د پي ټي آئي وائس چيئرمين د ضمانت درخواست منظور کړے دے

باغي ټي وي رپورټ
سپريم کورټ د سایفر کيس کښې د پاکستان تحريک انصاف عمران خان او د پي ټي آئي وائس چيئرمين د ضمانت درخواست منظور کړے دے۔
د قائم مقام چیف جسټس سردار طارق مسعود په مشرۍ کښې درې کسیزه بنچ د عمران خان او شاه محمود قریشي د ضمانت د درخواستونو اورېدنه کوي، جسټس منصور علي شاه او جسټس اطهر من الله په بنچ کې برخه لري.
د پي ټي ائي وکيل سلمان صفدر وويل د سيفري کوډ پټ کوډونه هيڅکله د پخواني وزيراعظم سره نه وو، په دې اړه جسټس اطهر من الله وويل خارجه وزارت دغه سيفر افشا کوي چې حکومت په بهرنۍ پاليسۍ کې مرسته وکړي، په داسې حال کې چې جسټس منصور وويل د دې مقصد د رسمي رازونو قانون دا دی چې د حساسو معلوماتو د افشا کیدو مخه ونیسي، ډیپلوماټیک معلومات هم حساس دي مګر بل ډول.وکیل سلمان صفدر وویل چې امریکا کې د پاکستان سفیر اسد مجید د حساسو سندونو په توګه سیفر استولی و چې په اړه یې جسټس منصور علي شاه وویل چې تاسو موافق یاست چې حساس معلومات نشي شریکولی.
د پي ټي ائي وکيل وويل هغه څه چې ليدل کيږي دا ده چې حساس معلومات شريک کړل شوي دي که نه، د پخواني وزيراعظم په ضد د مرګ سزا يا عمري قيد شرطونه نشته.
د پاکستان سرپرست قاضي القضات ویلي چې دا سیفر له چا سره نه دی شریک شوی بلکې دا آن ایر شوی دی.






