د تحريک انصاف وائس چيئرمين شاه محمود قريشي د نامزدګۍ کاغذونو جمع کولو لپاره هائي کورټ ته رجوع کړې ده

0
215

باغی ټي وي رپورټ
ملتان: د تحريک انصاف وائس چيئرمين شاه محمود قريشي د نامزدګۍ کاغذونو جمع کولو لپاره هائي کورټ ته رجوع کړې ده۔

د هائي کورټ ملتان بنچ کښې دائر درخواست کښې اليکشن کميشن، پنجاب حکومت، آئي جي، آر اوز، سي پي او او ډي سي ملتان اړخونه جوړ کړي شوي دي په کومه کښې چې شاه محمود، زين قريشي او مهرابانو قريشي ته د تحفظ ورکولو غوښتنه شوې ده۔

درخواست کې وئيل شوي چې د ضلعې انتظاميې او پوليس لخوا ځورول کيږي، د اين اے 148 ملتان اؤ اين اے 150 حلقو لپاره دې دانتخاباتي عمل په مهال امنيت برابر کړل شي، د نامزدگي کاغذونو ترلاسه کولو اؤ جمع کولو کې دې هيڅ ډول خنډان پيدا نۀ کړل شي.
درخواست کې غوښتنه شوې چې د نامزدګۍ کاغذونو او پولنګ پورې په ټولو مرحلو کې بشپړ تحفظ او ازادي ورکړل شي.

Leave a reply