د ګلګت بلتستان پخوانی اعلی وزیر خالد خورشید د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) د صوبايي صدر له څوکۍ نه د ټول عمر لپاره نااهله ګرځول شوی

0
116

باغی ټي وي رپورټ
د ګلګت بلتستان پخوانی اعلی وزیر خالد خورشید د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) د صوبايي صدر له څوکۍ نه د ټول عمر لپاره نااهله ګرځول شوی او د وزیر اعلی له څوکۍ او د اسمبلۍ غړیتوب یې نااهل کړی دی.

چيف اليکشن کمشنر جي بي راجه شهباز پخوانې وزيراعلي جي بي خالد خورشيد د پارټۍ صدارت نه د نااهلي کولو درخواست اوريدو وروستو د ټول عمر لپاره د پارټۍ صدارت نه نااهله ګرځولې ده۔

د پي ټي آئي ګلګت بلتستان مشر رحمان دريلو د خالد خورشيد د پارټي پوسټ په ضد اليکشن کميشن کښې درخواست جمع کړے دے۔په خپل درخواست کښې هغه دريځ خپل کړے وو چې خالد خورشيد د جعلي درجې کيس کښې د وزيراعلې او د اسمبلۍ ممبر له څوکۍ نااهله کړے شوے دے نو د پارټې صوبائي صدارت نه دې هم نااهله کړے شي۔

ياده دې وي چې خالد خورشيد د روان کال په جولايي مياشت کې عدالت د جعلي درجې کيس کې د وزيراعلي او اسمبلۍ غړيتوب څخه نااهله ګرځولی وو.

Leave a reply