د پاکستان تحريک انصاف مشر علي محمد خان له رياسته غوښتي چې د پي ټي ايي ټولو نيول شويو کارکونکو ته خبرداری او بښنه وکړي

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مشر علي محمد خان له رياسته غوښتي چې د پي ټي ايي ټولو نيول شويو کارکونکو ته خبرداری او بښنه وکړي.
د جيو نيوز پروګرام کيپيټل ټاک سره خبرو کې علي محمد خان وويل چې مراد سعيد او شهريار افريدي ته هم بايد په ټاکنو کې دګډون چانس ورکړل شي ځکه چې دوی تل د رياستي ادارو د دفاع خبره کړې او پاکستان زنده اباد يې بللی دی.
هغه وويل په نويو حلقو کې زما دکلي څخه زما حلقه ايستل شوې ده، که څوک غواړي چې ګوند پريږدي نو په خپله خوښه دې لاړ شي، زه به فيصله وکړم.
علي محمد خان وويل لکه څنګه چې کاکړ صاحب نگران وزيراعظم دى نو گوهر خان نگران صدر دى.
د دې نه علاوه د مسلم ليګ ن مشر خواجه آصف په پروګرام کښې د خبرو په وخت وويل چې د نوازشريف په لاره کښې هيڅ خنډ نشته، هغه به د لاهور په شمول له مختلفو حلقو نه انتخابات وګټي.
خواجه اصف وويل دتحريک انصاف غړي دانتخاباتو شکمن کولو لپاره د نامزدګۍ کاغذونه اخستلو تورونه لگوي.





