ایم کیو ایم پاکستان د عامو انتخاباتو لپاره د نامزدګۍ کاغذونو جمع کولو نیټه د زیاتولو غوښتنه کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
کراچۍ: ایم کیو ایم پاکستان د عامو انتخاباتو لپاره د نامزدګۍ کاغذونو جمع کولو نیټه د زیاتولو غوښتنه کړې ده.
د ايم کيو ايم پاکستان کنوينر ډاکټر خالد مقبول صديقي چيف اليکشن کميشنر ته درخواست جمع کړے چې پکښې د کاغذونو جمع کولو په وخت کښې زياتولو غوښتنه شوې ده۔
ایم کیو ایم پاکستان وايي د نامزدګۍ کاغذونو لپاره د دسمبر د ۲۰ نه تر ۲۲ نیټې پورې ورکړل شوی درې ورځې وخت ډیر کم دی، د نامزدګۍ کاغذونو د رسمیاتو اوږد فهرست دی نو د الیکشن کمیشن نه غوښتنه کوي چې د نامزدګۍ کاغذونو جمع کولو نیټه دې وغځوي.





