د پاکستان د ټاکنو کمېشن وايي، د ټاکنیزو حوزو په اړه په رسنیو کې ناسم فکرونه خپرېږي

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د ټاکنو کمېشن وايي، د ټاکنیزو حوزو په اړه په رسنیو کې ناسم فکرونه خپرېږي.
د اليکشن کميشن لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شوي دي چې د اليکشن ايکټ 2017 او قوانينو لاندې د حلقه بندۍ اصول واضح دي، د صوبې آبادي په مختص شوې سيټونو ويشل کيږي بيا د هرې څوکۍ کوټه ټاکل کيږي۔
د ټاکنو کمېسیون وايي، د ولسوالیو د څوکیو د ټاکلو لپاره کوټه د ولسوالیو د نفوسو پر اساس وېشل کېږي، که یوې ولسوالۍ ته د څوکیو له تخصیص وروسته پاتې نفوس له ۰،۵ څخه کم وي، له پامه غورځول کېږي.
وضاحتي بيان کې ويل شوي چې که نفوس له 0.50 څخه زيات وي نو هغه ولسوالۍ ته يوه څوکۍ ورکول کيږي، که د يوې ولسوالۍ د څوکيو ونډه 4.49 وي نو هغه ته 4 څوکۍ ورکول کيږي






