جسټس عقيل احمد عباسي د سندهـ هائي کورټ د ٢٤م چيف جسټس په حيث سوګند پورته کړو

0
102

باغی ټي وي رپورټ
جسټس عقيل احمد عباسي د سندهـ هائي کورټ د ٢٤م چيف جسټس په حيث سوګند پورته کړو، د سندهـ ګورنر کامران ټيسوري د جسټس عقيل احمد عباسي نه د عهدې سوګند واخستو، د مراسمو په پای کې چيف جسټس د مزار قائد ته لاړو او وينا يې وکړه. په دې موقع خبريالانو سره خبرو كښې چيف جسټس عقيل احمد عباسي ووئيل زه وعده كوم چې انصاف به ليدلې شي۔ د تفصيلاتو ترمخه جسټس عقيل احمد عباسي د سندهـ هائي کورټ د چيف جسټس په توګه سوګند پورته کړو۔ د سوګند پورته کولو په دستوره کې د سندهـ نگران وزيراعلي جسټس ريټائرډ مقبول باقر، د سپريم کورټ او هائيکورټ پخواني ججانو، آئي جي سندھ، سينئر وکيلانو، د بار چارواکو او د چيف جسټس عقيل احمد عباسي د کورنۍ غړو هم ګډون وکړو.

د مراسمو په پای کې د سندهـ هايي کورټ چيف جسټس عقيل احمد عباسي د مزار قائد ليدنه وکړه. د فاتحې تلاوت او د ګلونو ګېډۍ کېښودل. ميډيا سره خبرو کښې د سنده هائي کورټ چيف جسټس عقيل احمد عباسي وئيلي دي چي نن زه ډير خوشحاله يم، الله پاک ته مي ډيره دعاګاني کړي دي، ددي وطن لپاره بي شميره قربانۍ دي، زما لپاره د افتخار خبره ده چي چيف جسټس شوم۔ د سندهـ هائي کورټ چيف جسټس عقيل احمد عباسي وئيلي دي زه وعده کوم، انصاف به ليدل کيږي. رسنیو ته وایم، ښه راپور ورکوئ، مه مایوسه کېږئ، په الله تعالی توکل وکړئ، له هغو کسانو ډډه وکړئ، چې ناسم خبرونه ورکوي. وروستو د سندهـ هائي کورټ چيف جسټس عقيل احمد عباسي هم د ميلمستيا په کتاب کې خپل تاثرات ثبت کړل.

Leave a reply