د پاکستان بار کونسل د اجراییوي کمیټې مشر حسن رضا پاشا ویلي، داسې انګیرنه شته چې د پاکستان بار کونسل او د ستره محکمه بار غواړي د بار انتخابات وځنډول شي

0
75

باغی ټي وي ربورټ
د پاکستان بار کونسل د اجراییوي کمیټې مشر حسن رضا پاشا ویلي، داسې انګیرنه شته چې د پاکستان بار کونسل او د ستره محکمه بار غواړي د بار انتخابات وځنډول شي.

د جيو نيوز پروګرام “آج شاهزيب خانزاده سره” کې د خبرو په مهال حسن رضا پاشا وويل مونږ د انتخاباتو ځنډول نه غواړو، د پاکستان بار کونسل د انتخاباتو په اړه د سپريم کورټ له پرېکړې سره ولاړ دی.

هغه زیاته کړه، ټول ګوندونه د لیول پلی فیلډ په اړه خبرې کوي، زموږ غوښتنه دا ده چې ټاکنې باید پاکې او رڼې وي.

حسن رضا پاشا دا هم وويل چې د اوسني چيف اليکشن کميشنر په نشتوالي کې تر ټولو جګپوړي غړي انتخابات ترسره کولى شي، ټاکنې بايد وځنډول شي.

هغه وويل، چې تر ټاکنو مخکې مو هغه څه ترسره کړي، چې ټاکنې مو رڼې وي.

د پاکستان د بار کونسل د اجرایوي کمیټې مشر وویل چې په دې کنفرانس کې به سلا مشورې کوي او پریکړه به یې متفقه وي.

Leave a reply