د پاکستان بار کونسل په اوسني چیف الیکشن کمشنر اعتراض کړی او ویلي یې دي چې شفاف او منصفانه انتخابات د هغه تر څارنې لاندې نه شي کیدای.

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان بار کونسل په اوسني چیف الیکشن کمشنر اعتراض کړی او ویلي یې دي چې شفاف او منصفانه انتخابات د هغه تر څارنې لاندې نه شي کیدای.
د پاکستان بار کونسل په جاري شوي بيان کې وئيلي شوي چې چيف اليکشن کميشنر په خپله کورنه حلقه جهلم کې د قومي اسمبلۍ دوه حلقې جوړې کړي دي چې پکې 1382 زره نفوس لري.
د راولپنډۍ ضلعې کښې هم په څوکيو کښې عدم توازن ليدلې شوے دے، ګوجرانواله کښې هم د آبادۍ په تناسب د قامي اسمبلۍ يو اضافي سيټ شامل کړے شوے دے، د چيف اليکشن کمشنر دغه عمل د عامو انتخاباتو په شفافيت سخت شکونه راپورته کړي دي۔
بار کونسل د فبرورۍ د اتمې ټاکنې په شفاف ډول ترسره کېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې عام انتخابات دې په ټاکلې نېټه ترسره شي او شفافې وي، ټولو سیاسي ګوندونو او خپلواکو کاندیدانو ته دې په ټاکنو کې د برابرۍ میدان ورکړل شي. په مسايلو سترګې نه شي پټولای، ستره محکمه دې د دې پر ځای چې د کمېسيون د هر اقدام د تاييد وړ وګرځي، بايد دغه تناقض په پام کې ونيسي، د وکيلانو اصلي موخه يوازې ټاکنې نه، بلکې ازادې، عادلانه او رڼې ټاکنې دي.
اعلاميه کښې زياته کړې شوې چې ټولو اسټيک هولډرز ته دې مساوې موقعې ورکړے شي، بار کونسل به د سپريم کورټ په مشوره ډير زر د آل پاکستان نمائندګانو کنونشن رابللې شي۔





