طالبان: د کابل امنیت لپاره مو فاتح ځواک قطعه ګومارلې

0
124

طالبان: د کابل امنیت لپاره مو فاتح ځواک قطعه ګومارلې 

طالبانو تازه ویلي چې د کابل امنیت خوندي ساتلو لپاره د فاتح ځواک قطعه ګومارلې.

 

(2021 / 8 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)

طالبانو د یو لړ انځورونو په خپرولو ویلي چې دې ډلې تازه د کابل امنیت خوندي ساتلو لپاره فاتح ځواک قطعه ګومارلې، دوی ویلي چې هېچا ته به اجازه ورنکړي عامه نظم ګډوډ کړي او یا خلکو ته امنیتي ستونزې جوې کړي.

دوی همدا راز د کابل خلکو ته ډاډ ورکړی چې دوی لپاره هېڅ ډول امنیتي ستونزې نشته او کولی شي د شپې او ورځې په ډاډه زړۀ د کابل ښار کې وګرځي.

د یادولو وړ ده چې وړمه ورځ د ننګرهار ولایت د امنیت لپاره هم طالبانو د بدري قطعې په نوم قطعه وګومارله او د خلکو د امنیت خوندي ساتلو دنده یې ورکړه.

Leave a reply