د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان پر اسراییل تور پورې کړی چې اسرایل په غزه کې لوږه د جګړې د وسلې په توګه کار اخلی

باغی ټي وي رپورټ
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان پر اسراییل تور پورې کړی چې اسرایل په غزه کې لوږه د جګړې د وسلې په توګه کار اخلی.
د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، د فلسطین لپاره د اسراییلو لپاره د بشري حقونو د څار ادارې مشر عمر شاکر په یوه بیان کې ویلي چې اسراییل د غزې خلک له خوړو او اوبو بې برخې کوي.
هغه وویل چې اسراییلي چارواکي په قصدي ډول د بشري مرستو په رسولو کې خنډ ګرځي او د غزې د پخلنځيو د ویجاړولو هڅه کوي.
د بشري حقونو د څار ادارې مشر عمر شاکر تور ولګاوه چې اسراييلي پوځ په قصدي ډول د غلې دانې کارخانې له منځه وړي او کرنيزې سيمې يې له منځه وړي دي.
له بلې خوا د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ کامرون وايي چې په غزه کې ډیر ملکي وګړي وژل شوي دي، موږ یوازې د اوربند ملاتړ کوو چې دوامدار وي.
بلخوا د امريکا د دفاع وزير ويلي دي چې په غزه کې د فلسطينيانو ساتنه يوه اخلاقي دنده او ستراتيژيکه اړتيا ده.
د يادونې وړ ده، چې د اکتوبر له اوومې نېټې راهيسې پر غزې د اسرائيلو په روانو بريدونو کې تر اوسه ۱۹ زره ۴۰۰ فلسطينيان شهيدان شوي او شاوخوا ۵۰ زره ټپيان دي، چې ډېری شهيدان او ټپيان ښځې او ماشومان دي.





