نوازشريف وس هم نااهله دے او انتخاباتو کښې برخه نه شي اخستې: بلاول بوټو زرداري

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن بيرسټر ګوهر خان وئيلي دي چې مونږ به په انتخاباتو کښې د نوازشريف په ګډون اعتراض وکړو ځکه چې هغه لا هم نااهله دے او انتخاباتو کښې برخه نه شي اخستې.
بیرسټر ګوهر خان د جیو نیوز پروګرام “کیپیټل ټیک” کې د خبرو پر مهال وویل چې په تحریک انصاف د بندیز هیڅ ګواښ نشته خو که له تحریک انصاف څخه د بیټ سمبول واخیستل شي نو دا به د ګوند لپاره په زیان وي.
هغه اعلان وکړ چې که د تحریک انصاف بیټ سمبول واخیستل شي نو دوی به لومړی های کورټ او بیا سترې محکمې ته ځي.
ده ووئيل چې عمران خان چيئرمېن دے او جاري به وي، مونږ د هغه په هداياتو عمل كوو، مونږ چې كله هم د پي ټي آئي له باني سره ملاقات كوو نو هغه ته ټولې فيصلې كولې شي۔
د پي ټي آئي چيئرمېن وويل د ټکټونو په وېش کښې وکيلانو ته اوليت نه ورکول کيږي، مونږ خوشحاله يو چې لطيف کهوسه پي ټي آئي کښې شامل شوے دے او زمونږ خواهش دے چې اعتزاز احسن هم پي ټي آئي کښې شامل شي۔
نوموړي زیاته کړې، چې نواز شریف لا هم نااهله دی او نه شي کولای ټاکنو کې برخه واخلي، موږ به په ټاکنو کې د نواز شریف پر ګډون اعتراض وکړو.
بيرسټر ګوهر خان وويل مونږ د ريټرننګ افسرانو په اړه لاهور هائي کورټ او پيښور هائي کورټ کښې درخواستونه جمع کړي دي د کوم نسبت نه دې۔






