افغان حکومت د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن ته په رسمي ډول د افغانستان د سفر بلنه ورکړې ده

0
200

باغی ټي وي رپورټ
افغان حکومت د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن ته په رسمي ډول د افغانستان د سفر بلنه ورکړې ده.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې مولانا فضل الرحمن صاحب ته بلنه ورکړل شوې چې افغانستان ته راشي او د پاکستان او پاکستاني ولس په اړه د افغان ولس او د اسلامي امارت د دریځ په اړه معلومات ترلاسه کړي.

ذبیح الله مجاهد ویلي چې افغانستان ته له سفر وروسته باید مولانا فضل الرحمن لاړ شي او د پاکستان خلکو ته ووایي چې موږ په پاکستان کې ګډوډي نه غواړو.

هغه وویل، موږ نه غواړو چې له پاکستان سره اړیکې خرابې شي او یا هم د پاکستان پر ضد کوم اقدام وشي. مولانا فضل الرحمن په دې برخه کې ښه رول لوبولی شي.

Leave a reply