په غزه کې د اسرائیلو د ظلمونو پر ضد په ټوله نړۍ کې پراخ لاریونونه روان دي

0
145

باغی ټي وي ربورټ
په غزه کې د اسرائیلو د ظلمونو پر ضد په ټوله نړۍ کې پراخ لاریونونه روان دي.

د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کې د امریکا د سفارت مخې ته په سلګونو مظاهره چیانو په غزه کې د نسل وژنې د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

د اسټرالیا په میلبورن ښار کې مظاهره چیانو له فلسطینیانو سره د پیوستون د څرګندولو لپاره له دولتي کتابتون څخه تر پارلمان پورې لاریون وکړ.
د اسراييلي پوځ له خوا په غزه کې د درېيو اسراييلي برمته کوونکو له وژل کېدو وروسته په تل ابيب کې د اسراييلي حکومت پر ضد لاريونونه زور اخيستی دی.

په عین حال کې په شمالي لندن کې د یوې مظاهرې په ترڅ کې مظاهره چیان د اسراییلو د سفیر د کور مخې ته راوتلي وو او هلته یې د «آزاد فلسطین» او «په غزه کې د جګړې د بندیدو» شعارونه ورکول.

په سویډن کې هم د فلسطین په حق کې مظاهرې وشوې او په پلازمینه ستاکهولم کې په سلګونو کسانو د فلسطین بیرغ په لاسونو کې د اوربند غوښتنه وکړه.

د اسرایلو او حماس تر منځ د جګړې له پیل وروسته، یو ځل بیا د هندواڼو انځورونه په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه خپاره شوي او د فلسطین له خلکو سره د پیوستون د سمبول په توګه کارول کیږي.

Leave a reply