د لاهور په جنرل هسپتال کښې د علاج لاندې د کالج طالبعلمانو په بس باندې په ډزو کښې ژوبل شوې طالب علمه عائشه ۲۱ ورځې وروسته هم په هوش نه ده راغلې

0
110

باغی ټي وي رپورټ
د لاهور په جنرل هسپتال کښې د علاج لاندې د کالج طالبعلمانو په بس باندې په ډزو کښې ژوبل شوې طالب علمه عائشه ۲۱ ورځې وروسته هم په هوش نه ده راغلې.

د ۲۱ ورځو په تېرېدو سره هم ډاکټر نه دی توانېدلی چې د محصل په مغزو کې لګېدلې مرمۍ لرې کړي.

د دغې محصلې ورور ارسلان وايي، چې د عایشې په سر کې یوه ګولۍ لګېدلې، چې په مغزو کې ده، ډاکټران وايي، په کوم ځای کې چې مرمۍ وي، جراحي یې ممکنه نه ده.
ياده دې وي چې د نومبر په ۲۷ مه شپه د پټوکي د يو شخصي کالج د ښځينه زده کوونکو بس په تفريحي سفر کشمير ته روان و.

د کالج طالب علمانو په بس باندې د ملزمانو د ډزو له امله د عائشه او نمرا په نومونو دوه طالب علمان ژوبل شوي دي.

د ډزو په پېښه کې ټپي شوې زده کوونکې نمرا څو ورځې وروسته روغه شوې، خو عایشه په سر کې د ګولۍ له امله وینټیلیټر ته اچول شوې او اوس ۲۱ ورځې وروسته هم هوش نه دی راغلی.

Leave a reply