د الجزیرې په نامه د قطر نشراتي ادارې پریکړه کړې چې په فلسطین کې د خپل خبریال د وژنې په اړه د جرمونو نړیوالې محکمې ته مراجعه وکړي

باغی ټي وي رپورټ
د الجزیرې په نامه د قطر نشراتي ادارې پریکړه کړې چې په فلسطین کې د خپل خبریال د وژنې په اړه د جرمونو نړیوالې محکمې ته مراجعه وکړي.
اسراییلو په غزه کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی او د الجزیرې خبریال سمر ابو دقه پرون په خان یونس کې په هوايي برید کې د دندې د ترسره کولو پر مهال شهید شو.
د الجزیرې کیمره مین سمر ابو دقه هم د الجزیرې د غزې د بیورو مشر وائل دان هود سره ټپي شوی و، چې ټوله کورنۍ یې د اکتوبر په میاشت کې د اسراییلو په هوايي برید کې شهیده شوې وه.
الجزیرې ویلي چې دوی به د خپل خبریال وژنه د جرمونو نړیوالې محکمې ته راجع کړي او قانوني ټیم ته یې لارښوونه کړې چې د کمره مین سمرابوداقا د “قتل” قضیه هاګ ته راجع کړي.
د بله پلوه د عربي رسنیو لخوا ویل شوي دي چې اسراییلو په لویدیځه غاړه کې د نور الشمس د کډوالو په کمپ برید کړی دی.
د رسنیو د راپورونو له مخې، له برید وروسته اسرائیلي ځواکونو د کډوالو کمپ ته د امبولانسونو د تګ مخه نیولې، چې له امله یې ۲ تنه ټپي شوي فلسطینیان د طبي مرستو د نشتوالي له امله مړه شوي دي.
عربي رسنیو هم ویلي، چې اسراییلي ځواکونو د امبولانس دننه د طبي کارکوونکو یو غړی هم نیولی دی.






