د فلسطیني مقاومت تنظیم حماس ادعا کړې چې په تیرو پنځو ورځو کې یې تر سلو ډیر اسرایلي پوځي ګاډي ویجاړ کړي دي

0
141

باغی ټي وي رپورټ
د فلسطیني مقاومت تنظیم حماس ادعا کړې چې په تیرو پنځو ورځو کې یې تر سلو ډیر اسرایلي پوځي ګاډي ویجاړ کړي دي.

دبهرنيو ميډيا له مخې حماس داسرائيلي جارحيت په ځواب کې بشپړ ځواب ورکوي دکوم لپاره چې حماس جنګيالي دغزې په بيلابيلو سيمو کې په اسرائيلي پوځ د راکټونو، هاوان مرمۍ اؤ سنائپر رائفلونو سره بريدونه کوي.

حماس ادعا کړې، چې په تېرو پنځو ورځو کې يې له سلو ډېر اسراييلي پوځي ګاډي ويجاړ کړي او ګڼ شمېر صهيونيستي پوځيان يې وژلي دي.

له بلې خوا امریکا له اسرائیلو سره عملي مرستو ته دوام ورکوي چې له امله یې په سور سمندرګي کې د حوثیانو ۱۴ بې پیلوټه الوتکې وویشتل شوې.

د رسنیو راپورونو کې ویل شوي چې حوثي یاغیانو غوښتل چې له اسرائیلو څخه راروانې کښتۍ په نښه کړي.

له بلې خوا انګلستان هم د اسراييلو سره د مرستې په لاره کې مخکښ دی او د برتانيې يوې جنګي بېړۍ هم په سور سمندرګي کې د يوې مشکوکې بې پيلوټه الوتکې بريد شنډ کړ.

د حوثي یاغیانو له بریدونو وروسته، ډنمارک او فرانسوي بار وړونکو شرکتونو په سور سمندرګي کې خپل خدمات ځنډولي دي.

د يادونې وړ ده چې د فلسطين د شهيدانو شمېر له ۱۹ زرو او ۷۶ څخه اوښتی دی، په داسې حال کې چې تر ۵۰ زرو زيات فلسطينيان ټپيان شوي دي، چې تر نيمايي زيات شهيدان او ټپيان يوازې ماشومان او ښځې دي.

Leave a reply