د ډنمارک او فرانسوي کښتیو شرکتونو د امنیتي اندیښنو له امله په سور سمندر کې د یمن د حوثي ډلې لخوا په سور بحر د برید اندیښنو له امله خپل تګ راتګ ځنډولې

0
142

باغی ټي وي رپورټ
د ډنمارک او فرانسوي کښتیو شرکتونو د امنیتي اندیښنو له امله په سور سمندر کې د یمن د حوثي ډلې لخوا په سور بحر د برید اندیښنو له امله خپل تګ راتګ ځنډولې.

د بیړیو شرکتونه وايي چې په سره سمندر کې امنیتي وضعیت د خرابیدو په حال کې دی، په سره سمندر کې خدمات به د اوس لپاره وځنډول شي.

امریکايي او برتانوي جنګي بېړیو تېره شپه د حوثي یاغیانو د ۱۵ ډرون بریدونو د شنډولو ادعا کړې ده.د يادونې وړ ده، چې د اکتوبر له اوومې نېټې راهيسې د حماس او اسرائيلو تر منځ له روانې جګړې وروسته حوثي ياغيانو په دې وروستيو اوونيو کې پر کښتيو خپلو بريدونو ته زور ورکړی دی. حوثي یاغیانو پر اسرائیلو هم ډرون او توغندي وویشتل.

حوثي یاغیان چې د یمن پر زیاتره برخه کنټرول لري، ژمنه کړې چې تر هغو به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي چې اسراییل په غزه کې خپل بریدونه پای ته نه وي رسولي. په هرصورت ، دوی د جمعې په ورځ وویل چې دوی یوازې هغه کښتۍ په نښه کوي چې د اسراییلو بندرونو ته تللې.

Leave a reply