کراچۍ نه يوازې د هېواد بلکې د نړۍ تر ټولو ککړ ښار ګرځېدلی
باغی ټي وي رپورټ
کراچۍ نه يوازې د هېواد بلکې د نړۍ تر ټولو ککړ ښار ګرځېدلی، چې په ازاده هوا کې تنفس کول ناشوني او د روغتيا لپاره يو خطر بلل کېږي.
ښار د یکشنبې په ورځ د ورځې د فعالیتونو له پیل دمخه سهار وختي د 332 ذراتو مادو شمیره ثبت کړه.
د بله پلوه په قاید ښار کې د هوا د ککړتیا د کنټرول لپاره اقدامات د پام وړ ندي.
تيره ورځ په لاهور کې د سموګ مخنيوي لپاره مصنوعي باران وشو چې له هغې وروسته د لاهور سموګ کم شو.
نن د لاهور په فضا کې د ذراتو اندازه 197 ته رسيدلې چې لاهور د نړۍ په کچه د هوا د ککړتيا په نوملړ کې شپږم ځای لري.
د باران لپاره له دوو ځانګړو الوتکو څخه کیمیاوي مواد وشیندل شول، په ورېځو کې ۴۸ شعاعونه وتوغول شول، چې ور پسې باران وشو.
د دې تر څنګ د نړۍ تر ټولو ککړو ښارونو کې د بنګله دېش ډاکه ښار د هوا د کیفیت په درجه بندۍ کې په دویم ځای کې دی، د هند کلکته ښار په دغه لېست کې څلورم او د هوا د کیفیت په شاخص کې څلورم ځای لري