پاک افغان جاینټ چیمبر مشرانو د خیبر پښتونخوا ګورنر غلام علي ته د پاکستان او افغانستان سوداګرو یو شمیر ستونزې وړاندې کړي

په غونډه كښې په دې خبره اتفاق وشو چې د پرائيویټ سكټور اسټك هولډر په مشرۍ كښې دې يوه سټېئرنګ كمېټۍ جوړه كړے شي چې پکښې د فرنټيئر كور، اين ايل سي، پوليس، افغان كونسلټ، ډپټي کمشنر خېبر او د ګمرک څانګې نمائندګان شامل وي
0
620

نصیب شاه شینواري
د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي د افغانستان سره د صادراتو او ټرانزیټ تجارت د اسانولو لپاره د سټېرینګ کمېټۍ په جوړولو اتفاق کړی دی.

تيره ورځ د پاک افغان د سوداګرۍ او صنايعو خونې (PAJCCI) د کوآرډينيټر ضياء الحق سرحدي او مرستيال شجاع محمد په مشرۍ يو اته کسيز پلاوي چې پکې د PAJCCI رييس امتياز احمد علي، انجنير منظور الهي او فاروق شامل وو، په ګورنر هاؤس پيښور کښې د ګورنر حاجي غلام علي سره وليدل په دې موقع ضياء الحق سرحدي د خېبرپښتونخوا ګورنر ته د پاک افغان جاینټ چيمبر آف کامرس په اړه بريفنګ ورکړو او ويې ويل چې د پاکستان افغان جاینټ چیمبر له تیرو دولسو کلونو راهیسې د پاک افغان دوه اړخیز تجارت په وده کې خپل رول لوبوي.
نوموړی زیاته کړې چې دا یو نړیوال چیمبر دی چې بنسټ ایښودونکی یې محمد زبیر موتی والا او صدر جنید مکډا او په همدې ډول ی په افغانستان کې خان جان مشر دې.

دا مهال د پاک افغان دوه اړخيزه تجارت په لړ کې د ستونزو په يادولو سره هغه وويل چې د اکتوبر په درېيمه نېټه د اسلام اباد د سوداګرۍ وزارت SRO 1380 صادر کړ، چې له مخې يې د افغان ټرانزيټ سوداګرۍ په 14 توکو بنديز ولګول شو چې په اصل کې 212 بېلابېل توکي دی او همدا ډول يو بل SRO. 1387 د دې له مخې د ټرانزیټ کارګو باندې 10٪ پروسس فیس وضع شوی چې د حقیقي ارزښت پراساس به وي او همدا رنګه 100٪ بانکي ګارنټي لګیدلې، پداسې حال کې چې مخکې په دې کارګو باندې د انشورنس ګارنټي نافذه وه.

سرحدي زیاته کړه چې دې اقدام د ټرانزیټ سوداګرۍ پر سوداګرو اضافي بار اچولی دی او ډیرې مالي ستونزو سره ی مخ کړي دي چې د پاکستان او افغانستان دوه اړخیزه سوداګري ی بده متاثره کړ ېده.

ګورنر ته ور په ګوته شوې چې
چې له دې بندیزونو او اضافی ټیکسونو له د کراچۍ بندر پر ځای د افغانستان ترانزيټي سوداګري د ايران بندر عباس او چابهار بندرونو ته وغځېده او په زرګونو کسټم کلیرینس ایجنټان، شپنګ ایجنټان، ټرانسپورټران، مزدوران او نور په زرګونو شمیر کښې سوداګر بې روزګاره شول او په معاش او مالي وضع ی بده اغیزه شوې ده نوموړې زیاته کړه ددې بندیزونو امله د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو سوداګري تر ۷۰ سلنه کمه شوې ده .

په غونډه كښې په دې خبره اتفاق وشو چې د پرائيویټ سكټور اسټك هولډر په مشرۍ كښې دې يوه سټېئرنګ كمېټۍ جوړه كړے شي چې پکښې د فرنټيئر كور، اين ايل سي، پوليس، افغان كونسلټ، ډپټي کمشنر خېبر او د ګمرک څانګې نمائندګان شامل وي او په مياشت كښې به ددې کمیټۍ غړي ګورنر سره ملاقات وكړي چې د پاک افغان دوه اړخيزه تجارت اړوند مسايل وڅېړل شي او سټېئرنګ کمېټۍ به د تورخم په پوله د جوړې شوې اسانتيا کمېټۍ په طرز کار کوي.

دا خبره په ګوته شوه چې د پاکستان او افغانستان د سوداګرو او اسټک هولډرانو ملاقاتونه به په میاشتنۍ توګه تابیا کیږي.
پلاوي وويل چې دا مهال شاوخوا دولس بېلابېلې څانګې په پوله د افغانستان د سوداګرۍ څارنه کوي او د سرحد په څارنه کولو سره د قاچاق ستونزه هواره کېدای شي، پلاوي زیاته کړه دغه ادارې افغانستان ته د مالونو پر تګ راتګ بېلابېل بنديزونه لګوي، هغه وويل چې پخوا پوليټيکل ايجنټ خيبر هر ټرک ته د شاوخوا ۵۰۰۰ روپیو په بدل کښې پرمټ ورکولو چې په اوسني نظام کښې دا پروسه دوام نه لري او ټرکونو بغیر د روپیو سرحد ته رسیږي خو بیله محکمې دې ټرکونو څخه روپۍ غواړي چې دې سره په سوداګري مالي بوج زیات شوې دې.
ضیاء الحق سرحدي، چې د سرحد چیمبر آف کامرس او انډسټرۍ،ډرایی پورټ د سټنډینګ کمیټې مشر هم دی، اضاخیل ډرایی پورټ د صادراتي کارګو اورګاړي د چلولو غوښتنه هم وکړه.

نوموړي زياته کړه، چې د اضا خیلو وچ بندر شاوخوا څلور کاله وړاندې د ٦٠٠ ميليونه په لګښت جوړ شوى، خو تر اوسه يې کار نه دى پيل کړې، د پلاوي د غړو د ستونزو په ځواب کې د خيبر پښتونخو ګورنر حاجي غلام علي د سوداګرو د ستونزو هوارولو باور ورکړو .
ګورنر د پلاوي غړو ته اوویل چې دوې دې خپلې ستونزې په تحریري شکل کښې وړاندې کړي، ګورنر باور ورکړو چې دا ستونزې به یوه یوه اړوند چارواکو او ملکي ادارو سره ترخبرو لاندې راولي ترڅو داس ستونز هوارې شي.

ددې مهمې غونډې او کتنط په پای کې ضیاءالحق سرحدي او شجاع محمد د خېبر پښتونخوا له ګورنر حاجي غلام علي څخه مننه وکړه چې پلاوي ته یې د دوی پخ غوښتنو د غور کولو ډاډ ورکړ او د پاک افغان جاینټ چیمبر له لوري یې د هر ډول ممکنه همکارۍ ډاډ ورکړو.
……………..

Leave a reply