احتساب عدالت د توشه خانه کيس کښې د عمران خان جوډيشل ريمانډ منظور کړے دے
باغی ټي وي رپورټ
اسلام آباد: احتساب عدالت د توشه خانه کيس کښې د عمران خان جوډيشل ريمانډ منظور کړے دے۔
د اسلام آباد د احتساب عدالت جج محمد بشیر په اډیاله جیل کښې د پی ټی آئي بانی عمران خان خلاف د توشه خانې کیس اوریدنه وکړه چې پکښې عمران خان د دوه ورځو جسماني ریمانډ پوره کولو نه پس عدالت ته وړاندې کړے شو.
د اورېدنې په مهال نيب د عمران خان د جسماني ريمانډ غوښتنه کړې او د درې ورځو نور ريمانډ غوښتنه کړې ده.
عدالت د نيب لخوا د جسماني ريمانډ درخواست رد کړے او د عمران خان جوډيشل ريمانډ ئي منظور کړے دے۔