په نړيوال بازار کې د خامو تيلو د بيو د راټيټيدو وروستو په پاکستان کې هم د پټروليم مصنوعاتو په بيو کې د لويې کمي امکان ښودل کيږي
باغي ټي وي رپورټ
اسلام اباد: په نړيوال بازار کې د خامو تيلو د بيو د راټيټيدو وروستو په پاکستان کې هم د پټروليم مصنوعاتو په بيو کې د لويې کمي امکان ښودل کيږي.
د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کښې د بدلون اعلان به نن د نگران وزيراعظم انوار الحق کاکړ په مشرۍ کښې کېږي چې د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کښې به بدلون منظوري ورکړي
دسرچينو له مخې ددسمبر تر راتلونکو 15 ورځو پورې به د پټرول بيه 10 روپۍ اؤ ډيزل 12 روپۍ ارزانه وي.
د دې نه علاوه د تېلو په نرخ کښې هم د ۷ روپو او د لائټ ډیزل تېلو په بیه کښې د ۱۳ روپو فی لیټر کمی امکان دی.