د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وايي چې په ټوله نړۍ کې ماشومان د الکترونیکي سګرټو په جال کې اچول کیږي

باغی ټي وي رپورټ
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وايي چې په ټوله نړۍ کې ماشومان د الکترونیکي سګرټو په جال کې اچول کیږي.

د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، ماشومان د ټولنیزو رسنیو له لارې الکترونیکي سګرټو ته متوجه کیږي او ماشومان د الکترونیکي سګرټو په کارولو سره په نیکوتین روږدي کیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د الکترونیکي سګرټو له ۱۶۰۰۰ څخه زیات خوندونه بازار ته وړاندې کیږي، د ماشومانو د الکترونیکي سګرټو د روږدي کیدو د مخنیوي لپاره بیړنیو اقداماتو ته اړتیا ده، الکترونیکي سګریټ د سګریټو په پریښودو کې هیڅ مرسته نه کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، د نړۍ په ۸۸ هیوادونو کې د الکترونیکي سګرټو د خرڅلاو لپاره د عمر محدودیت نشته، په داسې حال کې چې د نړۍ په ۷۴ هیوادونو کې د الکترونیکي سګرټو په اړه کوم قانون نشته.

د روغتیا نړیوال سازمان د الکترونیکي سګرټو د زیانونو په اړه ویلي چې الکترونیکي سګریټ د سرطان، زړه، سږو او دماغو د ناروغیو لامل هم ګرځي او د الکترونیکي سګرټو د خرڅلاو د مخنیوي لپاره سخت قانون جوړونې او تطبیق ته اړتیا ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载