د پاکستان د تحریک انصاف بنسټګر عمران خان د عدت په وخت کښې د بشری بي بي سره ده واده په قضیه کې محکمې ته احضار شوی دی

باغی ټي وي رپورټ
اسلام اباد: د پاکستان د تحریک انصاف بنسټګر عمران خان د عدت په وخت کښې د بشری بي بي سره ده واده په قضیه کې محکمې ته احضار شوی دی.
سينئر سول جج قدرت الله عمران خان د اختر په ورځ د واده په مقدمه کې د دسمبر په 18مه نېټه عدالت ته احضار کړ.
عدالت د بشری بي بي د یو ورځی حاضری نه د استثنیٰ درخواست منظور کړے او هغی ته یی د پنځوس زره روپو د حفاظتی ضمانت د جمع کولو حکم ورکړے دے.
عدالت وويل د اډياله جيل څخه په ويډيو لنک د پي ټي آئي باني موجوديت يقيني نۀ شي کيدلى، د جيل سپرنټنډنټ دې راتلونکې اوريدنه کې د پي ټي آئي باني موجوديت يقيني کړي.
د سول جج قدرت الله وويل چې د شکايتونو کاپي او نور اسناد اړخونو ته ورکړل شوي دي، د نکاح د قضيې راتلونکې اوريدنه به د دسمبر په 18مه نېټه کېږي.






