سرائيلو د خان يونس او رفح په ګډون د غزې په ټوله سيمه بمباري وکړه او ګڼ شمېر کورنۍ يې په نښه کړې

باغی ټي وي رپورټ
وروسته له هغه چې امريکا په غزه کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبله خواشيني څرګنده کړه، اسرائيلو د خان يونس او رفح په ګډون د غزې په ټوله سيمه بمباري وکړه او ګڼ شمېر کورنۍ يې په نښه کړې، د اسرائيلو په بريدونو کې ١٧٩ تنه نور فلسطينيان شهيدان شول.
په رفح ښار چې د اسرائیلو له خوا د فلسطینیانو د تګ راتګ لپاره خوندي دهلېز اعلان شوی، د شپې ناوخته د اسرائیلو په بمبارۍ کې د ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر فلسطینی کډوال په خیمو کې شهیدان شوي دي.
د امریکا د استخباراتو د هغه راپور د تحلیل له مخې چې د امریکا د CNN په نوم د امریکايي نشراتي شبکې له خوا خپور شوی، د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزه کې د اسراییلو له خوا له هوا څخه ځمکې ته د غورځول شویو ۲۹۰۰۰ بمونو څخه ۴۵ سلنه یې بې هدفه او ړانده بمونه وو.
د الجزیرې عربي نشراتي ادارې د راپور له مخې د اکتوبر له ۷مې نیټې راهیسې پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د ۷۷۲۹ ماشومانو او ۵۱۵۳ ښځو په ګډون د شهید شویو فلسطینیانو شمېر له ۱۸۶۰۸ څخه اوښتی دی، په داسې حال کې چې د غزې په تړانګه د اسرائیلو په بریدونو کې تر ۸۶۶۳ زیات ماشومان وژل شوي او ۵۰ زره. د ۶ زره ۳۲۷ ښځو په ګډون ۵۹۴ فلسطینیان ټپیان شوي دي.
دفلسطین دپوهنې وزارت په وینا په غزې او نیواکي لویدیځې غاړې کښې تراوسه ۳۷۱۴ زده کوونکي شهیدان شوي او څه دپاسه ۵۷۰۰ ژوبل شوي دي .
د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، په غزه کې د شهیدانو شمېر ۳۶۷۹ تنه دی او په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې ۳۵ زده کوونکي د اسرائیلو د یرغل قرباني شوي دي.






