د لاهور هائي کورټ د حکم امتناعي له وجې د انتخاباتو د ځنډېدو وېره ده: علی ظفر

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف سينئر مشر علي ظفر وئيلي دي چې د لاهور هائي کورټ د حکم امتناعي له وجې د انتخاباتو د ځنډېدو وېره ده، زه فکر کوم چې د لاهور هائي کورټ نه به خپله درخواست واپس واخلو.
د جيو نيوز پروګرام نن له شاهزيب خانزاده سره په خبرو کې د پي ټي ائي مشر علي ظفر وويل د لاهور هائي کورټ د حکم امتناعی په اړه د پي ټي ائي نيوکې لږ سم ښکاري.
ده ووئيل د بالغې پالېسۍ لاندې بايد زړې خبرې پرېږدو، د پي ټي آئي دريځ دا دے چې انتخابات دې آزاد او منصفانه وي او رېټرننګ افسران دې د عدليې طرفدار وي۔
له دې وړاندې د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن بيرسټر ګوهر علي خان وئيلي وو چې د آر اوز په اړه د اليکشن کميشن د نوټيفيکيشن له وجې د انتخاباتو د ځنډېدو وېره ده، د آر اوز په ضد زمونږ د غوښتنې په بنياد انتخابات نه ځنډولے شي۔
اسلام آباد کښې ميډيا سره خبرو کښې د پي ټي آئي چيئرمېن اووېل چې ټاکلې شوې وه نن د انتخاباتو شيډول راشې خو دا نه دې جاري شوې ولې اليکشن کميشن دې شيډول جاري کړي۔
د پي ټي آئي چيئرمېن ووئيل د ضلعې افسران دې آر اوز نه شي جوړولې نو دا د درغلۍ سبب ګرځي، ججان دې ريټرننګ افسران جوړ كړے شي چې ټاكنې شفافې شي۔
ده ووئيل د اليکشن كمېشن له مخې ټاكنې د فبرورۍ په اتمه كولې شوې وې، اليكشن كمېشن وړاندې د ټاكنو د ځنډولو عذر وكړو، مونږ سپريم كورټ ته لاړو او د فبرورۍ په اتمه د ټاكنو پرېكړه وشوه





