سپینې ماڼۍ ویلي دي چې امریکا په غزه کې د ملکي وګړو د وژنې په اړه اسراییلو ته خپله اندیښنه څرګنده کړې ده

0
178

باغی ټي وي رپورټ
سپینې ماڼۍ ویلي دي چې امریکا په غزه کې د ملکي وګړو د وژنې په اړه اسراییلو ته خپله اندیښنه څرګنده کړې ده.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان کربي ویلي، چې د پوځي اقدام پر وړاندې مو د قانوني اقدام خبر ورکړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سلاکار جان کربي ویلي چې موږ په غزه کې د ولسي وګړو د وژل کېدو په اړه اندېښنې درلودې او دا اندېښنې مو څرګندې کړې دي.

تر دې مخکې د امریکا ولسمشر بایډن هم د اسرائیلو لومړي وزیر ته خبرداری ورکړی و چې پر غزې د «بې توپیره بمبارۍ» له امله اسراییل نړیوال ملاتړ له لاسه ورکوي او نتانیاهو اړ دی چې خپله سخت دریځه کابینه بدله کړي.

امریکايي ولسمشر ویلي چې د اسرائیلو اوسنی حکومت د اسرائیلو په تاریخ کې تر ټولو محافظه کار حکومت دی، دغه حکومت د اسرائیلو لپاره ستونزې جوړوي.

جوبایډن وویل چې نتانیاهو باید په دې پوه شي چې له نړیوالو فشارونو وروسته فلسطینیان نشي کولای په راتلونکي کې د یوه دولت له جوړولو ډډه وکړي ځکه چې دا به خورا ستونزمن وي.

تر دې مخکې د امریکا ولسمشر له اسرائیلو سره د بې پرې مرستو د دوام د هوډ څرګندولو په ترڅ کې ویلي وو، چې د حماس تر ختمېدو پورې به له اسرائیلو سره پوځي مرستې جاري وساتي.

Leave a reply