د سند هائي کورټ د کنټونمنټ بورډونو لخوا د ملکیت ټیکس راټولول غیرقانوني اعلان کړل
باغی ټي وي رپورټ
کراچۍ: د سند هائي کورټ د کنټونمنټ بورډونو لخوا د ملکیت ټیکس راټولول غیرقانوني اعلان کړل.
د سندهـ هائي کورټ کښې د کنټونمنټ بورډونو لخوا د پراپرټي ټيکس جمع کولو په ضد د درخواست سماعت اوشو چې پکښې د کنټونمنټ بورډونو وکيلانو عدالت کښې حاضر شو۔
د اورېدنې په مهال د درخواست کونکي وکيل ووئيل چې د 18م ترميم نه پس کنټونمنټ بورډ د پراپرټي ټيکس جمع کولو اختيار نه لري، په 4 دسمبر 2018 مختلف دوکانونو ته نوټس ورکړے شوے وو چې سبا د پراپرټي ټيکس جمع کولو اخري ورځ ده۔ کنټونمنټ د دسمبر په 31 ، 2018 کې د غوښتنې نوټس جاري کړی و ، کنټونمنٹ بورډ د جنوري 2019 کې د ملکیت ټیکس راټولولو لپاره فشارونه پیل کړل ، کنټونمنٹ بورډ د ملکیت ټیکس نشي جمع کولی.
د درخواست کوونکي وکيل وويل چې د آئين د ارټيکل 142 لاندې پراپرټي ټيکس نه شي جمع کولى، د 18م ترميم وروستو کنټونمنټ ليسټ او فورتھ شيډول ختم کړل شوي وؤ، د 18م ترميم وروستو د کنټونمنټ بورډونو د ټېل فيس او پراپرټي ټيکس جمع کولو اختيار ختم کړى شو. وه
د اړخونو دلائل اوريدو وروستو عدالت د کنټونمنټ بورډونو لخوا د پراپرټي ټيکس جمع کول غيرقانوني ګرځولي او وئيلي دي چې د اتلسمې ترميم نه پس به د کنټونمنټ بورډونو لخوا جمع شوي ټيکسونه د ښاريانو نه واپس اخستلې شي۔
خو محکمې د کانټونمنټ بورډ د وکیلانو په غوښتنه د دغې پرېکړې عملي کېدل د دریو ورځو لپاره وځنډول.