د امریکا د ملي امنیت سلاکار د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان سره وکتل

0
66

باغی ټي وي رپورټ
د امریکا د ملي امنیت سلاکار د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان سره وکتل.

د عربي رسنیو د راپور له مخې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان او د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان په سعودي عربستان کې سره لیدلي چې د اسراییلو او فلسطین ترمنځ د تلپاتې سولې لپاره پر اقداماتو خبرې وکړي.

د سپینې ماڼۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې شهزاده محمد بن سلمان او جیک سلیوان په غزه کې د بشري اقداماتو او فلسطین ته د مهمو مرستو د رسولو پر زیاتولو هم خبرې وکړې.

د رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا د ملي امنیت سلاکار به اسرائیلو ته هم ځي او هلته به د اسرائیلو له لومړي وزیر نتنیاهو او د اسرائیل د جنګي کابینې له غړو سره وګوري.

په دې لړ کې د سپینې ماڼۍ ویاند جان کربي ویلي، چې جیک سلیوان به اسراییل ته د خپل سفر پر مهال په غزه کې د حماس د اهدافو په نښه کولو لپاره د لا زیاتو بریدونو پر اړتیا هم خبرې وکړي.

Leave a reply