د خاور مانيکا په شکايت د پي ټي آئي د باني عمران خان او بشرا د نکاح مقدمې اورېدنه به نن نه شروع کيږي

باغی ټي وي رپورټ
د خاور مانيکا په شکايت د پي ټي آئي د باني عمران خان او بشرا د نکاح مقدمې اورېدنه به نن نه شروع کيږي۔
د کيس اوريدنې لپاره به عمران خان سره اډياله جيل کښې د ويډيو لنک په ذريعه تماس نيولے شي او بشرا بي بي په ذاتي توګه طلب کړې شوې دې۔
د بشری بي بي پخواني خاوند خاور مانیکا تور لګولی چې عمران خان له بشری بي بي سره د پیري مریدي په دوره کې اړیکي ټینګې کړې، چې د وخت په تېرېدو سره دوی دواړو نامشروع اړیکي هم لرلې، په ۲۰۱۷ کال کې طلاق شو او د تحریک انصاف بنسټ ایښودونکې بشرا بي بي د عدت تر تېرېدو مخکې واده وکړ.
د بله پلوه د اسلام اباد محکمې یو لیکلي حکم صادر کړی چې د غیر قانوني نکاح قضیه دې واورول شي.
د حکم له مخې، د شاهدانو مفتي سعید، عون چوهدري او محمد لطیف بیانونه د دغو تورونو ملاتړ کوي.
د شاهدانو د ګواهيو په رڼا کې چې عمران خان او بشری بي بي په پټه جرم کړی دی، عدالت دې نتیجې ته رسېدلی چې د مقدمې د شروع کولو لپاره کافي زمینه شته.






