افغانستان دې د ټي ټي پي په ضد ګام پورته کړي او په برید کښې ککړ کسان دې پاکستان ته وسپاري:پاکستان

0
281

اسلام آباد: د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهرا بلوچ وئيلي دي چې افغانستان دې د ټي ټي پي په ضد ګام پورته کړي او په دې کې ککړ کسان دې پاکستان ته وسپاري.

اسلام اباد کې د اونيزې بريفنګ په مهال د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهرا بلوچ وويل پاکستان د ډي آئي خان بريد ثبوتونه افغان چارواکو ته سپارلي، افغانستان د ډيره اسماعيل خان بريد په اړه د پلټنې اعلان کړی دی، افغانستان ازاد او خپلواک دی. له افغان چارواکو څخه د شفافو پلټنو غوښتنه شوې چې د ترهګرو پر وړاندې اغېزمن اقدام وکړي.

وياند وويل پاکستان له کلونو راهسې دترهه گرۍ ځپلى دى اؤ پاکستان دحقائقو په اساس بيانونه ورکوي، زمونږ امنيتي ځواکونه دترهگرو لخوا په نخښه کيږي، دټي ټي پي پشمول دترهگرو پناه ځايونه په افغانستان کې دي اؤ دافغانستان خاوره دپاکستان په ضد کارول کيږي. د افغانستان موقت حکومت باید د ترهګرو ډلو پر وړاندې اقدام وکړي.

خارجه دفتر وئيلي چې افغانستان دې د ټي ټي پي په ضد کاروائي وکړي او په دې کې ککړ کسان دې پاکستان ته وسپاري، پاکستان تل ويلي چې مونږ افغانستان سره مثبتې او دوستانه اړيکې غواړو، مونږ تل په افغانستان کې د خپلو وروڼو سره په بشري بنيادونو مرستې ته تيار يو.

د يوې پوښتنې په ځواب کې ممتاز زهرا وويل پاکستان له ټي ټي پي سره د خبرو اترو خبرونه ردوي، پاکستان له ټي ټي پي سره خبرې نه کوي.

امریکا ته د پوځ د مشر د سفر په اړه ویاند ویلي امریکا ته د پوځ د مشر په سفر کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت رول هم شامل دی، ټاکل شوې ده چې د پوځ مشر په دغه سفر کې له اړوندو پوځي او حکومتي چارواکو سره وګوري.

Leave a reply