غزه کې د پرله پسې بارانونو له امله د جنګ ځپلو فلسطینیانو مشکلات نور هم زیات شوي دي

د اسرائیلو د پوځ درنې بمبارۍ دوام لري چې له امله یې تر ۲۰۰ ډېر فلسطینیان شهیدان شوي، چې د شهیدانو شمېر ۱۸ زره ۶۰۰ ته رسېدلی
0
83

باغی ټي وي ربورټ
په غزه کې د پرله پسې بارانونو له امله د جنګ ځپلو فلسطینیانو مشکلات نور هم زیات شوي دي.

د فلسطيني رسنيو د معلوماتو له مخې، په غزه کې د اسرائيلو د بريدونو له امله بې ځايه شوې زرګونه فلسطيني کورنۍ په موقتي کمپونو کې پناه اخيستې ده.

د رپوټ له مخې د باران اوبه د غزې په جنوب کښې د بې کوره شويو خلکو خېمو ته ننوتې چې له امله يې د هغوي مشکلات زيات شوي دي.
موقتي کمپونه لا دمخه له ګڼې ګوڼې ډک دي او د فاضله اوبو د سیسټم نشتوالي له امله وضعیت خراب شوی او د بارانونو له امله د ناروغۍ د چټک خپریدو ویره زیاتوي.

په غزه کې د وبا په خپریدو پیل شو
د فلسطین د روغتیا وزارت په وینا، په غزه کې د وبا په خپریدو دی، د اسرائیلو د تیري له امله په غزه کې ۱.۹ میلیونه خلک بې ځایه شوي چې له دې جملې څخه ۳۶۰ زره کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

د غزې په روغتونونو کې شرایط غیر انساني دي: بې سرحده ډاکټران
د بې سرحده ډاکټرانو په نامه د ډاکټرانو نړيوال سازمان د غزې د روغتونونو وضعيت د اسرائيلو له يرغل څخه د لومړۍ نړيوالې جګړې په توګه بللی دی.

د بې پولې ډاکټرانو ټولنې په یوه بیان کې ویلي چې په غزه کې طبي کارکوونکي د لومړۍ نړیوالې جګړې په څېر وضعیت کې کار کوي، روغتونونه د ځمکې پر سر د ناروغانو او ټپیانو درملنه کوي او د ځای او درملو د نشتوالي له امله یې درملنه بشپړه شوې او ناروغان رخصتېږي. پرته له دې، د انتاناتو لامل کیږي.

د بې سرحده ډاکټرانو ټولنې ویلي چې د غزې د روغتونونو وضعیت په بشپړه توګه غیر انساني او د منلو وړ نه دی.

په همدې حال کې د اسرائیلو د پوځ درنې بمبارۍ دوام لري چې له امله یې تر ۲۰۰ ډېر فلسطینیان شهیدان شوي، چې د شهیدانو شمېر ۱۸ زره ۶۰۰ ته رسېدلی او تر ۵۰ زرو ډېر ټپیان شوي دي.

Leave a reply