عبوري ضمانت خارج شوې، عمران خان په توشه خانه کېس کې هم ونیول شو
باغی ټي وي رپورټ
د اسلام اباد احتساب عدالت د پاکستان د تحریک انصاف د پخواني مشر عمران خان توشه خانه کېس کې عبوري ضمانت رد کړی چې وروسته نیب هغه ونیولو.
د احتساب عدالت جج محمد بشير اډياله جيل کښې د مقدمې اورېدنې وروستو فيصله محفوظ کړې وه کومه چې اوس اورولې شوې ده۔
قاضي محمد بشير د توشه خانې کيس کې د عمران خان عبوري ضمانت رد کړی او د هغه د نيولو امر يې کړی دی.
ميډيا سره خبرو کښي د نيب ډپټي پراسيکيوټر جنرل سردار مظفر عباسي وئيلي دي چي د پي ټي آئي پخواني چيئرمين به سبا په جسماني ريمانډ کښي اخستي شي۔