پخوانی لومړی وزیر عمران خان او د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي باندې د سایفر په قضیه کې فرد جرم لګیدلې دې

عمران خان او شاه محمود قریشي د جرم منلو څخه انکار کړې دې
0
216

راولپنډۍ: پخوانی لومړی وزیر عمران خان او د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي باندې د سایفر په قضیه کې فرد جرم لګیدلې دې.

د پي ټي آئي د باني او شاه محمود قريشي خلاف فرد جرم د آفيشل سيکريټ ايکټ خاص عدالت جج ابوالحسنات ذوالقرنين اورول۔

عمران خان او شاه محمود قریشي د جرم منلو څخه انکار کړې دې.د ايف آئي اے اسپيشل پراسيکيوټر شاه خاور او ذوالفقار عباس نقوي عدالت ته حاضر شول، د پي ټي آئي باني وکيل عثمان ګل او د شاه محمود قريشي وکيل بيرسټر تيمور ملک عدالت ته حاضر شول۔

تيره ورځ د پي ټي آئي د باني وکيل بيرسټر سلمان صفدر تور لګولي وو چي د سيفر په مقدمه کښي خلاصي مقدمه نه ده شوي او وئيلي دي چي منتخب ميډيا ته بللي شوي وو په کومه چي د خصوصي عدالت جج اوويل چي هغه به دا معامله وڅيړي

Leave a reply