د اسلام اباد هائي کورټ د العزيزيه اسټيل ملز ريفرنس کښې د نواز شريف د بري په اړه لنډ ليکلي فيصله جاري کړې ده
اسلام آباد هائي کورټ تيره ورځ العزيزيه سټيل ملز ريفرنس کښي د مسلم ليګ ن مشر نواز شريف بري کړے دے

باغی ټي وي رپورټ
د اسلام اباد هائي کورټ د العزيزيه اسټيل ملز ريفرنس کښې د نواز شريف د بري په اړه لنډه ليکلي فيصله جاري کړې ده.
د اسلام آباد هائي کورټ لنډ ليکلي فيصله په يو صفحو مشتمله ده چې چيف جسټس عامر فاروق او جسټس ګل حسن اورنګزيب جاري کړې ده۔
په پرېکړه ليک کې ويل شوي، چې په العزيزيه ريفرنس کې د نواز شريف د سزا خلاف اپيل ومنل شو، د نواز شريف د اپيل د منلو وجوهات به په تفصيلي پرېکړه کې ورکړل شي.د اسلام اباد هائي کورټ په فيصله کې ويل شوي چې د نواز شريف د سزا په اړه د احتساب عدالت په 24م دسمبر 2018ء فيصله کالعدم ګرځول شوې او نوازشريف د العزيزيه ريفرنس له ټولو تورونو نه بري شوی دی.
ياده دي وي چي اسلام آباد هائي کورټ تيره ورځ العزيزيه سټيل ملز ريفرنس کښي د مسلم ليګ ن مشر نواز شريف بري کړے دے






