د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په غزه کې د سمدستي بشري اوربند په اړه یو غیر پابند پریکړه لیک تصویب کړ

0
224

باغی ټي وي رپورټ
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په غزه کې د سمدستي بشري اوربند په اړه یو غیر پابند پریکړه لیک تصویب کړ.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۱۹۳ کسیز پارلمان کې ۱۵۳ غړو د دغه پرېکړه لیک په حق کې رایه ورکړه، د امریکا او اسرائیلو په ګډون ۱۰ هېوادونو د دغه پرېکړه لیک مخالفت وکړ او ۲۳ هېوادونه د رایې اچونې له بهیر څخه غیر حاضر وو.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په غونډه کې په غزه کې د اوربند په اړه د پرېکړه لیک پر ضد رایه ورکوونکو هېوادونو کې د چک جمهوریت، اتریش، ګواتیمالا، پاراګوای، پاپوا نیو ګیني، لایبریا او مایکرونیزیا د امریکا او اسراییلو ترڅنګ شامل دي.

د يادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې دغه پرېکړه ليک په امنيت شورا کې د اوربند په اړه د متحده عربي اماراتو د وړانديز شوي پرېکړه ليک له ناکامېدو وروسته تصويب شو.

که څه هم په غزه کې د اسرائیلو په یرغل کې د فلسطینیانو د شهیدانو شمېر له ۱۸ زرو څخه اوښتی دی، خو د امریکا له لوري د اسرائیلو یو اړخیز ملاتړ لا هم دوام لري.

د امریکا ولسمشر جوبایډن په سپینه ماڼۍ کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د اسراییلو نه د ملاتړ د دوام هوډ څرګند کړ او ویې ویل چې د حماس د له منځه وړلو پورې به د اسراییلو سره پوځي مرستې جاري ساتي.له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر ویلي، هغه اوربند چې په غزه کې د حماس مشرتابه ژوندی پریږدي د منلو وړ نه وي.د غزې د جګړې یوازینۍ حل لاره پوځي حل دی.

د امریکا ویاند وویل: موږ باور لرو چې د حماس د مشرتابه د له منځه وړلو یوازینۍ حل لاره چې د اکټوبر د اوومې حملې یې پلان کړې وې، پوځي حل دی، خو په نهایت کې د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ پراخه شخړه باید له پوځي لارې هواره نه شي.

Leave a reply