د سعودي عربستان شرکت ارامکو په پاکستان کې زیاته پانګونه کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
د سعودي عربستان شرکت ارامکو په پاکستان کې زیاته پانګونه کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ګازو او تېلو د شرکت څلوېښت سلنه ونډې سعودي شرکت ارامکو اخيستي او دغه تړون د سعودي عربستان په دهران ښار کې لاسليک شو.
په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې ارامکو به په پاکستان کې د خپلو تولیداتو د معرفي کولو لپاره ډیر فرصتونه ترلاسه کړي.






