په رسمي حج سکیم کې د درخواستونو جمع کولو نیټې غزولو سره د حج بدل باندې پنځه کلن بندیز هم لرې کړی شو

0
210

باغی ټي وي رپورټ
په رسمي حج سکیم کې د درخواستونو جمع کولو نیټې غزولو سره د حج بدل باندې پنځه کلن بندیز هم لرې کړی شو.

د مذهبي چارو وزارت د اعلان له مخې نن (د دسمبر ۱۲مه) د حج په سرکاري سکیم کې د درخواستونو جمع کولو وروستۍ نېټه وه، خو اوس د درخواستونو د رسیدو موده لس ورځې غځول شوې ده.

بیان کې ویل شوي چې د حاجیانو په اصرار سره د حج په رسمي سکیم کې د درخواستونو جمع کولو نیټه د دسمبر تر 22 پورې غځول شوې ده.
د مذهبي چارو وزارت وايي چې د سپانسرشپ سکیم کې درخواستونه د اول راتګ په بنیاد ترلاسه کیږي، هغه کسان به چې بهر څخه په ډالرو کې پیسې ورکوي د قرعې پرته انتخاب شي.

د دې تر څنګ د حاجيانو په اصرار د اوقافو وزارت د حج په ادا کولو پنځه کلن بنديز لرې کړ، چې له دې وروسته هغه کسان چې په تېرو پنځو کلونو کې يې حج کړى و، سږ کال به د حج کولو وړ وګرځي.

Leave a reply