پاکستان د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر احضار کړی او په دیره اسماعیل خان کې د تروریستي برید په اړه یې سخت احتجاج کړی دی

باغی ټي وي رپورټ
پاکستان د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر احضار کړی او په دیره اسماعیل خان کې د تروریستي برید په اړه یې سخت احتجاج کړی دی.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند له مخې، د بهرنيو چارو وزير د افغانستان د موقت حکومت سرپرست د بهرنيو چارو وزارت ته احضار کړى او د نن ورځې تروريستي بريد يې سخت احتجاج کړى دى.
د خارجه دفتر وياند وئيلي دي چې په درابن کې د امنيتي ځواکونو په پوسته د بريد ذمه واري تحريک جهاد پاکستان په غاړه اخستې او دغه ترهګره ډله د کالعدم تحريک طالبان پاکستان سره تعلق لري.
د خارجه دفتر وياند احتجاج وكړو او ويې ويل چې د ترهه ګرۍ په بريد كښې 23 امنيتي اهلكار شهيدان او ګڼ شمېر ژوبل شوي دي۔
د بهرنیو چارو وزارت له مخې د بهرنیو چارو له وزیر څخه غوښتل شوي چې په سمدستي توګه د افغانستان موقت حکومت ته خپل احتجاج ورسوي او له افغان موقت حکومت څخه یې وغوښتل چې د وروستي برید د عاملینو پر ضد دې سمدستي او سخت اقدام وکړي او په عامه توګه دې د تروریستي پېښې غندنه وکړي.پاکستان دغه راز له افغان موقت حکومته غوښتي چې د ترهګرو ډلو د رهبرۍ او پټنځایونو پر ضد دې ژر تر ژره اقدام وکړي او د افغانستان خاوره دې د پاکستان پر ضد ونه کارول شي او د افغانستان موقت حکومت دې د ترهګرو بریدونو عاملین ونیسي او د قانون منګولو ته دې وسپاري.
د ویاند په وینا، د نن ورځې ترهګریز برید د سیمې سولې او ثبات ته د ترهګرۍ د ګواښ یادونه ده.
ياده دي وي چي په ديره اسماعيل خان کښي سکيورټي فورسز د مختلفو عملياتو په مهال 27 ترهګر وژلي او د پاک فوځ 23 عسکر شهيدان شوي دي۔






