د غزې په سویل کې د اسرائیلي ځواکونو د سختو بمباریو له امله ۲۰ فلسطینیان شهیدان شوي دي

باغی ټي وي رپورټ
د غزې په سویل کې د اسرائیلي ځواکونو د سختو بمباریو له امله ۲۰ فلسطینیان شهیدان شوي دي.
دبهرنيو ميډيا له مخې اسرائيلي پوځ دغزې په جنوبي ښار رفح کې سخته بمباري کړې چې پکې د٧ ماشومانو اؤ پينځو ښځو په ګډون ٢٠ فلسطينيان شهيدان شوي دي.
د عربي رسنیو په وینا، د اسرائیلو په بمبارۍ کې ۳ کورونه ویجاړ شوي او د ګڼو خلکو د خاورو لاندې کېدو وېره ده.دعربي ميډيا له مخې اسرائيلي پوځ په مقبوضه لويديځه غاړه کې چاپه وهلې چې پکې په جنين کې دعملياتو په مهال 4 فلسطينيان شهيدان شوي دي ددې ترڅنګ اسرائيلي پوځ دلويديځې غاړې په بيلا بيلو سيمو کې عمليات کړي دي.
په لوېدیځه غاړه کې په عملیاتو کې ډېر فلسطینیان نیول شوي دي
د رسنیو د راپورونو له مخې، اسراییلي پوځ د رام الله په شمال ختیځ کې په سلواډ کې د چاپې په ترڅ کې ۱۵ تنه نیولي او له سامو څخه هم څو تنه نیول شوي دي.
عربي رسنۍ وايي، چې اسراييلي پوځ د غزې په جنوبي ښار خان يونس کې هم بمباري کړې، چې پکې د دوو فلسطينيانو د شهادت خبرونه مخې ته راځي






