امنيتي ځواکونو په ديره اسماعيل خان کې په بيلابيلو عملياتو کې ٢٧ ترهګر وژلي او د پاکستان د پوځ ٢٣ پوځيان شهيدان شوي دي

باغی ټي وي رپورټ
راولپنډۍ: امنيتي ځواکونو په ديره اسماعيل خان کې په بيلابيلو عملياتو کې ٢٧ ترهګر وژلي او د پاکستان د پوځ ٢٣ پوځيان شهيدان شوي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) په وینا، د ډسمبر په ۱۱ او ۱۲مه شپه په دیره اسماعیل خان کې د ترهګرو فعالیتونه لیدل شوي وو.

د آئي ايس پي آر ترمخه په درازند سيمه کښې د عملياتو په مهال د ترهګرو پټنځايونه تباه کړل شوي دي۔
د آئي ايس پي آر ترمخه په کلاچي کښې د خفيه اطلاعاتو په بنياد د عملياتو په مهال د ترهګرو پټنځايونه موندل شوي وو او په کلاچي کښې د عملياتو په مهال ټول 6 ترهګر په نخښه کړل شوي او د ډزو تبادله کښې دوه زړور جوانان شهيدان شوي دي۔

آئي ايس پي آر وئيلي دي چې ترهه ګر وروسته له هغې ځانمرګی بريد وکړو چې دچاودنې له امله ودانۍ ونړېده چې په نتيجه کې يې ګڼ شمير عسکر وژل شوي او 23 زړور عسکر په شهادت رسيدلي دي.

د آئي ايس پي آر ترمخه وژل شوي ترهه ګرو د سکيورټي فورسز په ضد په يو شمير ترهه ګريزو کارروائيو کښې لاس درلود او وژل شوي ترهګر د بيګناه عامو خلقو په وژنه کښې هم ککړ وو، د عملياتو په مهال وسله، بارودي مواد او بارودي مواد هم ترلاسه شوي دي۔

آئي ايس پي آر وئيلي دي چې سيمه کښې د ترهګرو د له مينځه وړلو لپاره چاڼيز عمليات روان دي، د پاکستان امنيتي ځواکونه له هېواده د ترهګرۍ ختمولو لپاره پرعزم دي، زمونږ د زړورو عسکرو دغه ډول قربانۍ زمونږ عزم نور هم مضبوطوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载