د فلسطین د حماس پوځي څانګې القسام بریګیډ په غزه کې د اسراییلي ټانکونو د ویجاړولو نوې ویډیو خپره کړه

باغی ټي وي رپورټ
د فلسطین د حماس پوځي څانګې القسام بریګیډ په غزه کې د اسراییلي ټانکونو د ویجاړولو نوې ویډیو خپره کړه.

اسراییلي ځواکونه په غزه کې د نړیوالو قوانینو او بشري حقونو سرغړونو ته دوام ورکوي، ملکي وګړي او طبي تاسیسات په نښه کوي.

خو د اسرائیلو پوځ هم د القسام لواګانو له سخت مقاومت سره مخامخ دی.

د القسام لوا د اسرائیلو پر پوځ د بریدونو یوه نوې ویډیو خپره کړې چې په کې د القسام جنګیالي لیدل کېږي چې پر اسرائیلي ټانکونو او پوځیانو بریدونه کوي.
د فلسطیني رسنیو په وینا، په ویډیو کې لیدل کېږي چې اسرائیلي ټانکونه له نږدې راکټ وویشتل شول، له برید وروسته اسرائیلي ټانکونو اور واخیست.

د يادونې وړ ده، چې پر غزې د اسرائيلي پوځ وحشیانه بريدونه دوام لري، د اکتوبر له اوومې راهيسې د اسرائيلو په بريدونو کې د ۱۰ ښځينه خبريالانو په ګډون ۸۶ رسنيز کارکوونکي شهيدان شوي دي.

په تيرو ٢٤ساعتونوکې دفلسطينيانو په بريدونوکې څه دپاسه ٢٠٠ تنه شهيدان شوي دي .
https://twitter.com/JaanBilal113965/status/1734217435023065431?ref_src=twsrc%5Etfw%7Ctwcamp%5Etweetembed%7Ctwterm%5E1734217435023065431%7Ctwgr%5E4c35fbcea9feb654a77158d56ae91636901146aa%7Ctwcon%5Es1_&ref_url=https%3A%2F%2Furdu.geo.tv%2Flatest%2F349374-

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *