موږ د پاکستاني مشرانو په ټاکنو کې هیڅ رول نه لرو: امریکا
باغی ټي وي رپورټ
امریکا ویلي چې موږ د پاکستاني مشرانو په ټاکنو کې هیڅ رول نه لرو، موږ د پاکستاني ولس له منتخب مشرتابه سره خبرې کوو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیس میلر په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې دی به د پاکستان له حکومت سره پر ټولو مسلو خبرو ته دوام ورکړي او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېلابېلو مسلو د ډیپلوماټیکو حل لارو ملاتړ کوي.
میتیو میلر وویل چې د افغانستان د ولسي جرګې د پخوانیو غړو د فساد په تور د نوم لیکنې لپاره اقدام کوي، پخواني غړي او د هغوی نږدې خپلوان امریکا ته د ننوتلو وړ نه دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې په فساد کې د ښکېلو کسانو له ډلې یې ۴۴ شرکتونه هم نیولي دي.