د پي ټي آئي د باني عمران خان په دريو مقدمو او د شاه محمود قريشي په دوه مقدمو کښې ضمانت منظور شوې

0
207

باغی ټي وي رپورټ
د اسلام آباد د ترهګرۍ ضد عدالت د پي ټي آئي د باني عمران خان په دريو مقدمو او د شاه محمود قريشي په دوه مقدمو کښې ضمانت منظور کړې دې۔

د ترهګرۍ ضد عدالت جج ابوالحسنات ذوالقرنين د پي ټي آئي د باني او شاه محمود قريشي ضمانتونه منظور کړي دي۔

استغاثه راجه نويد او د پي ټي آئي وکيل سردار بسي، خالد يوسف عدالت ته وړاندې شول.پراسيکيوټر راجه نويد دريځ خپل کړو چې د پي ټي ائي مشرانو په قصدي توګه احتجاجونه وکړل، د پي ټي ائي باني خلکو ته د ګمراه کولو او تحريک جوړولو هڅه وکړه، د پي ټي آئي مشرانو ته غير ضروري رعايت ورکول کيږي، د پي ټي آئي باني او شاه محمود قريشي ضمانتونه دې برطرف کړل شي.

قاضي پوښتنه وکړه چې ایا شاه محمود قریشي او عمران خان په موقع موجود وو؟ په دې اړه استغاثې وويل چې شاه محمود قريشي او دپي ټي ائي باني په موقع موجود نۀ وؤ.

د ترهګرۍ ضد عدالت قاضي وويل د عمران خان، شاه محمود قريشي د ضمانت درخواستونه منظور شوي، د نورو شریکو تورنو ضمانتونه تاييد شوي دي.د ای ټي سي جج ابوالحسنات ذوالقرنین د عمران خان او شاه محمود قریشي ضمانتونه د ۳۰ زره روپیو په ضمانت منظور کړل.

Leave a reply