د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، له ټاکنو مخکې خلک بلل کېږي او ټاکل کېږي

محمود خان اڅکزي وایی زموږ خلک د پاکستان وفادار دي، که په نور سخت احتجاج مجبور کړل شول نو هېواد به زيانمن شي، دلته خلک له لوږې مري او حکومت د پاسپورټ په اړه پاليسۍ راوړلو خبرې او ضد کوي.
0
110

باغی ټي وي رپورټ
چمن: د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، له ټاکنو مخکې خلک بلل کېږي او ټاکل کېږي.

په چمن کې د پاسپورټ تګ راتګ پالیسي خلاف غونډې ته د وینا پر مهال محمود خان اڅکزي وویل چې د بلاکر انتخاباتو نه مخکې خلک ټاکل کیږي، زه اسلام اباد ته ځم، زه به د نواز شریف، فضل الرحمان او نورو مشرانو سره وینم او د انتخاباتو نه وړاندې به یو کانفرنس جوړوم. د ټولو اړخونو سره باید غږ وشي، په کوم کې چې ټول اړخونه باید د پاکستان د ښه راتلونکي لپاره د نوي جوړونې تړون وکړي.

محمود خان اڅکزي وويل، زموږ خلک د پاکستان وفادار دي، که په نور سخت احتجاج مجبور کړل شول نو هېواد به زيانمن شي، دلته خلک له لوږې مري او حکومت د پاسپورټ په اړه پاليسۍ راوړلو خبرې او ضد کوي.

هغه وویل، موږ یو ځل بیا د امریکا، روسیې او چین د ګټو په جګړه کې ښکېل یو، په افغانستان او پاکستان کې د طالبانو حکومت باید له هوښیارۍ کار واخلي، که نه زموږ خاوره به بیا اور ولګوي.

Leave a reply