د عمران خان په ضد د ۱۹۰ ملیونه کرپشن مقدمه کښې پروېز خټک، ندیم افضل چن، زبیده جلال او اعظم خان شاهدان دي.

Imran Khan at home at Zaman Park . Lahore Pakistan
باغی ټي وي رپورټ
پروېز خټک، ندیم افضل چن، زبیده جلال او اعظم خان د پاکستان د تحریک انصاف د پخواني مشر عمران خان خلاف د ۱۹۰ میلیونو پاونډو د درغلیو په مقدمه کې شاهدان دي.
د عمران خان خلاف د 190 ميليونه پاونډ ريفرنس کښې د 59 شاهدانو نومونه مخې ته راغلي دي۔
د ذرائعو ترمخه د پي ټي آئي په ضد د ايم کيو ايم کوم پخوانى وفاقي وزير ګواه نه دے شوے، د پي ټي آئي کابينه صرف 3 پخواني وزيران نيب ته ګواهان شوي دي، ريفرنس شاهدانو کښي پرويز خټک، نديم افضل چن او زبيده جلال شامل دي۔
پرويز خټک، نديم افضل چن، زبيده جلال او اعظم خان يو يو بيان لري.
پخوانی پرنسپل سیکرټري اعظم خان هم د وعدې نه وفا وکړه خو د شاهد په توګه حاضر شو.
دسرچينو ترمخه په نورو شاهدانو کې د نيب، بينک، ايس اي سي پي افسران او پټواريان شامل دي په داسې حال کې چې د ايسټ ریکوري يونټ د سيکرټري نوم هم په فهرست کې شامل دى.
د دې نه علاوه د وزيراعظم آفس سپرنټنډنټ نديم بټ هم د شاهد په توګه مخې ته راغلو، د القادر ټرسټ ايګزيکټيو ډائريکټر او چيف فنانشل افسر هم د نيب شاهدان شول۔





